انصار: ( د لړم ۲۷مه)، د ننګرهار اطلاعاتو کلتور ریاست لپاره د طالبانو چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې تاریخي ابدې رغوي.
د ننګرهار اطلاعاتو کلتور طالب رییس نورمحمد حنیف وایي، د مېملې باغ او وزیر محمد ګل خان مومند کلا د بیا رغونې لپاره یې ځانګړې طرحه جوړه، د تایید او اجراتو لپاره یې وزارت مقام ته سپارلې.
سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د میمله باغ د رغونې په اړه د جمهوري نظام پر مهال هم هڅې کیدې، خو د دغه باغ شاوخوا سیمو کې د طالبانو موجودیت د چارو د خنډ کیدو دلیل بلل کیده.
یو شمېر فرهنګي فعالانو اوس د دغو تاریخي سیمو د رغونې د پلان هرکلی کړی او ویلي، چې طالب چارواکي باید په دې اړه نور هم خپلې هڅې زیاتې کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28530